برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

نړیوال بانک: د افغانانو د سړي سر عواید را کم شوي

آریانانیوز: نړیوال بانک اټکل کړی چې روان کال د افغانستان د ناخالصو ملي عوایدو کچه د ۱۶ تر ۱۹ سلنې ترمنځ راټیټه شوې ده.


نړیوال بانک په خپل کلني راپور کې د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت څیړلی او ویلي یې دي چې د افغانانو د سړي سر عاید مخ پر کمیدو دی.

نړیوال بانک د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د نړیوالې ټولنې له خوا د لویو مرستو له بندېدو او د افغانستان د داخلي سیاسي واقعیتونو له امله د دغه هېواد اقتصاد اوس له سره تنظمېږي.

نړیوال بانک وايي، د افغانانو د سړي سر عواید را کم شوي او به تر راتلونکو دوو کلونو به ټېټه وده ولري.

په همدې حال کې چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د دې هیواد د سړي سر عاید په ټیټه کچه وده ومومي، مګر ناخالصو ملي عوایدو کې به له دې مقدار څخه ډیر بدلون رانشي.

د دې ترڅنګ چې افغانستان د خوراکي توکو له ستر بحران سره مخ دی اوس د نړیوال بانک د اعلان له مخې دغه بانک ته خپل ترټولو لوی پور سره مخ دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي