برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۲ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

افغان سوداګرو د بانکونو له خوا د پیسو د نه ورکړې پر ضد لاریون وکړ

آریانانیوز: په کابل کې سلګونو سوداګرو د دوی دوه میلیونه ډالر په بانکونو کې د بند پاتې کېدو له امله مظاهره وکړه.


په کابل کې سلګونه سوداګر د اعتراض په ډول راټول شوي و.

دغه سوداګران وايي: د دوی دوه میلیونه ډالره د کابل په یوه بانک کې بند پاتې دي.

د سوداګرو په وینا، د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته باید هره میاشت د دوی له حساب څخه ۵ سلنه پیسې د سوداګرۍ لپاره ایستل کېدې، خو په تېرو ۸ میاشتو کې د نقدینګۍ د نشتوالي له امله دوی ته هېڅ پیسې نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان د مرکزي بانک د نقدینګۍ د ستونزو یو لامل دا دی چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا د افغانستان شاوخوا ۷ میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل کړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي