برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نړیوال بانک افغانستان ته د ۳۲۵ میلیونو ډالرو وړیا مرستو هوکړه

آریانانیوز: د افغانستان مالیې وزارت په درېیو برخو کې د اقتصادي پیاوړتیا، د خدمتونو وړاندې کول او په ادارو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو په برخو کې په میلیونونو ډالرو هوکړه لاسلیک کړه.


د دغه هېواد د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې هیله مندي څرګنده کړه چې له نړیوال بانک سره د هوکړې پر اساس به په اقتصادي چارو کې پراخ بدلونونه رامنځته شي.
دی وایي:
“د شوي تړون د لګښت له شمېره ۵۰ میلیونه ډالر به د ښارونو په برخه کې مصرف شي، تر څو په ښارونو کې پانګونې ته زمینه برابره شي، بل پلان دا دی چې ۷۵ میلیونه ډالر به په اداراتو کې د ځانګړو تخنیکي، مالي او حقوقي برخو په چارو کې د بدلونونو او پیاوړتیا د رامنځته کېدو لپاره ولګول شي.”
له دې سره دغه وزارت دا هم وویل چې افغان حکومت هڅه کوي چې د اقتصادي پياوړتیا او په ځان بسیاینې لپاره له خصوصي سکټوره ملاتړ زیات کړي، تر څو د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
له دې وړاندې هم نړیوال بانک په بېلابېلو برخو کې لکه بنسټیزو چارو، د کلیو پراختیا، ښار جوړونې او ځینو نورو برخو کې د پام وړ مرستې کړي، خو د رسمې شمېرو له مخې، د افغانستان نفوس له نیمایي زیات د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
په ورته وخت کې نړیوال بانک ټینګار کوي چې دغه هوکړه به د بېوزلۍ د له منځه وړلو او د کاري زمینې په برابرولو کې ګټوره تمامه شي.

شریک یي کړئ!