برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

طالبانو د نشه يي موادو د قاچاق د زیاتوالي په اړه د تاجکستان د ولسمشر څرګندونې رد کړې

د طالبانو وياند د مخدره موادو د قاچاق د زياتوالي په اړه د تاجکستان د ولسمشر څرګندونې په کلکه رد کړې او ويلي يې دي، چې افغانستان د مخدره موادو د قاچاق ځاى نه دى.


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نورو هېوادونو ته د نشه يي موادو د قاچاق د زياتوالي په اړه د تاجکستان د ولسمشر څرګندونې ردوي او وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کوکنارو کښت او له افغانستانه بهر ته د مخدره موادو قاچاق مخه نیول شوې ده.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي: په افغانستان کې د نشه يي توکو وضعیت په بشپړه توګه بدل شوی، لېږد او قاچاق هم کم شوی دی.
موږ وار وار ویلي، یو ځل بیا ټینګار کوو چې افغانستان به نور د نشه یي توکو د تولید، قاچاق او سوداګرۍ ځای نه وي. خو دا مبارزه وخت او اسانتیاوو ته اړتیا لري او موږ ورو ورو د بشپړیدو پړاوونو ته رسیږو.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګرو ملتو د ۷۸مې عمومي اسامبلې په غونډه کښې په خپله وینا کښې وویل، له افغانستان څخه د نشه ایزو موادو قاچاق زیات شوی دی او د دغه هېواد سرحدي ځواکونو په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره پر پوله له ۱۰ ټنو ډېر نشه‎يي توکي نیولي دي.

د تاجکستان جمهور رئیس ویلي: په وروستیو دوو کلونو کې له افغانستان څخه د مخدره موادو قاچاق زیات شوی دی. په دې موده کې د تاجکستان باصلاحیته مقاماتو له دغه هیواد سره په پوله له لس ټنو زیات نشه ایز مواد نیولی دی چې د تیرو کلونو په پرتله څو برابره زیات دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي