برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

سیګار د افغانستان خلکو ته د مرستو د پيسو د خوندي کولو د څرنګوالی په اړه اندېښنه څرګندوي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي جان سوپکو اندېښنه ښودلې چې ښايي له افغان ولس سره د مرستو پیسې د طالبانو لاس ته ولوېږي.


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش ویلي دي چې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره یې د افغانانو لپاره د مرستو د پیسو د ساتنې په اړه خبرې کړي دي.

سوپکو په یوه مرکه کې وویل: موږ د ملګرو ملتونو له چارواکو سره خبرې کړې دي چې څنګه د لېږل شویو نغدو پیسو ساتنه وکړو… او موږ هیله من یو چې دا به خوندي شي، خو دا ډېره ستونزمنه ده چې ډاډ ترلاسه شي، ځکه موږ په افغانستان کې هیڅ ډول حضور نه لرو.

نوموړي له افغانستان سره بشري مرستې ناکافي وبللې او ويې ويل، چې که پيسې ونه لېږل شي، نو اقتصادي سقوط د افغانانو لپاره ناوړه پايلې لرلى شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه د نورو مرستو تر څنګ د افغانستان په مرکزي بانک کې د نغدو پیسو د کمښت د ستونزې د حل په موخه له پنځو میاشتو راهیسې په یوه بشري چوکاټ کې د افغانستان بانک ته په اونۍ کې شل میلیونه ډالره بشري مرستې ورکوي.

سوپکو ټینګار وکړ چې د ډونلډ ټرمپ د ادارې له خوا د دوحې د سولې د تړون لاسلیک او د جوبایډن له خوا د هغه عملي کېدل د افغان امنیتي ځواکونو د سقوط اصلي لامل و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي