برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ۲۱ پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا

آریانانیوز: دیوراپور د ننګرهار ولايت چارواکو ادعا کړې، چې لعلپورې ولسوالۍ کې يې د پاکستاني طالبانو جمعيت الاحرار، تحريک طالبان او امارت اسلاميه تنظيم ۲۱ تنه غړي د عملياتو پر مهال وژلي دي
د ملي امنيت اړوند د صفر۲ قطعې له دفتره په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د صفر۲ قطعې ځانګړو ځواکونو د لعلپورې ولسوالۍ په خيزو او چکنور کليو کې عمليات کړي او پر مهال يې د امارت اسلاميه تنظيم د استخباراتو مسؤول بیت الله «بلال» په شمول د پاکستاني طالبانو ۲۱ غړي له سخت مقاومت وژل شوي دي پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
چارواکو په داسې حال کې د ۲۱ پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا کړې، چې تېره اونۍ هم په کابل ښار کې انټر کانټينټل هوټل ته څېرمه د پاکستاني طالبانو د پخواني مرستيال او لوړپوړي مشر شيخ خالد حقاني او مهم قومندان قاري سيف الله يونس مړي موندل شوي وو
پاکستاني طالبانو ويلي و، چې دواړه وژل شوي کسان د مشرانو په مشوره د پټو ليدنو لپاره کابل ته تللي وو، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي
پاکستاني رسنيو تېره ورځ د استخباراتي چارواکو په حواله ويلي و، د شيخ خالد او قاري سيف الله يونس مړي د کانټيننټل هوټل ته څېرمه موندل شوي وو، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه د لعلپورې عملياتو په اړه څه نه دي ويلي
په کابل او ننګرهار کې د پاکستاني طالبانو د وژلو پېښه تصادفي نه ښکاري او دا هم شونې ده، چې دغه وژنې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د باور جوړولو د نوې لوبې هڅه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي