برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د ګوادر او چابهار بندرونه د یو بل بشپړونکي دي

د یورپوټ له مخې محمد فیصل نن په اسلام آباد کښې له کورنیو او بهرنیو خبریالانو سره په خپله اونیزه غونډه کښې، د ایران چابهار او د پاکستان ګوادر بندرونه د یوبل وروڼه وبلل او ویې ویل: دا دواړه بندرونه د تجارت، ارتباطاتو او سیمه ایز ټرانسپورټ په لړ کښې د یو بل بشپړونکي دي.
هغه له ایران سره د پاکستان د اړیکو په تشریح کولو سره وویل چې د دواړو هیوادونو خارجه وزیرانو تر ۲۰۲۱ کاله پورې د سوداګري پلاوو د تبادلې، د بینکي اړیکو د ټینګولو، د تجارتي نندارتونو د جوړولو او په ټیرفي او غیرټیرفي خنډونو د غور له لارې تر پنځو میلیارډ ډالرو د دوه اړخیز تجارت د زیاتولو لپاره د څو چنده هلوځلو ژمنه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همداشان د سیمه ایز امنیت د حالاتو او نړیوالو مسائلو په هکله د ایران او پاکستان د خارجه وزیرانو ترمینځ د شویو سلامشورو په بیانولو سره وویل: دواړه هیوادونه د افغانستان د مسئلې د صلحه ایز هواري او په دغه هیواد کښې د صلحې او ثبات د پایښت ملاتړي دي.
محمد فیصل په عین حال کښې وویل چې د ایران او پاکستان اسلامي جمهوریتونه د خپلو ارمانونو د پوره کولو لپاره د فلسطین د ولس او د کشمیر د خلکو د مقاومت ملاتړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي