برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل د سیند غاړو د تحول پروژې (د بڼې بدلون) موافقتنامه لاسلیک شوه

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې د نننۍ غونډې په پای کې د کابل سیند غاړو د بڼې بدلېدو پروژې، موافقتنامه لاسلیک شوه.


دغه موافقتنامه چې د مالیې وزارت سرپرست ‎ډاکتر همایون قیومي، د ښار او کورجوړولو وزارت سرپرست روشان ولس‌مل، په کابل کې د المان سفارت شارژدافیر کریستوف پیکیس او د اغا خان د فرهنګي بنسټ رئیس اجمل میوندي ترمنځ لاسلیک شو، ۱۸٬۰۵۸ میلیون یورو لګښت لري چي د کابل ښار د اجتماعي او اقتصادي زیربناو د ښه کېدو او احیا په برخه کې د المان د بلاعوضه مرستو څخه ده او دغه پروژه د ۲۰۱۸ کال د اګست څخه د ۲۰۲۰ کال تر دسمبر پورې تطبیقېږي.

د کابل د سیند غاړو د تحول (د بڼې بدلون) پروژه کې د صنعتي ماشین‌خانې او کامپلکس نوې جوړونه او بیارغاونه، په ده‏افغانان، انداربي، جوی شیر سیمو او د چنداول په لومړۍ او دویمه ناحیه کې د اجتماعي، اقتصادي او محیطي شرایطو ښه والي، د سیمه‎ییزه پراختیایي شوراګانو په ګډون د فرهنګي میراثونو ساتنه، د عمومي او زرغونو سیمو بیارغاونه او د جنګلک د ښوونې او روزنې په مرکز کې د لاسي صنایو او ساخت و ساز اړوند صنایعو کې د حرفوي روزنو له لارې د اقتصادي لیدلورو رامنځته کول شامل دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي