برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هیواد په بیلابیلو سیموکې د۲۶ تنو وسله والو ترهګرو وژل کیدل

د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۲۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ۲۰ تنه ټپیان او د ۱۷ تنو شکمنو کسانو په ګډون ۱۹ تنه نور نیول شوي دي .


دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، پکتیا، غزني ، خوست ، ارزګان ، فراه ، بادغیس، فاریاب ، بغلان بدخشان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د فراه ولایت د خاک سفید ، بالابلوک ، بکوا ولسوالی او مرکز اړوند سیمه کې ۱۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۷ تنه ټپیان او د ۱۴ تنو شکمنو کسانو په شمول۱۶ تنه نیول شوي ، د ارزګان ولایت د مرکز اړوند سیمه کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي ، ۲ تنه ټپیان ، د دښمن ۲ قرارګاوې ، ۲ موټر سایکلونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپیان ، ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي ، ۲ موټر او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي ، د دښمن ۲۷ پټنځایونه ویجاړ شوي او ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي .

همدا راز په یادو عملیاتو کې د فاریاب ولایت د پشتونکوټ په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپيان ، د غزني ولایت د مقر په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپیان او د خوست ولایت د موسی خیلو په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر ټپیان شوي دي .

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱چاڼیز او ۶۹خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۱۰ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۰۹پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او۶ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي