برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

څلور نجونې د انسان تښتوونکو له منګولوڅخه و ژغورل شول

آریانانیوز: کورنیو چارو وزارت وایي، د غبرګولي په ۱۷مه د پولیسو د عملیاتو پرمهال د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د انسان تښتونکو له منګولو څخه ۴ نجونې ژغورلې شوې او د یادو عملیاتو په پایله کې د انسان دتښتونکو ډلمشر وژل شوی او ۴ تنه نور انسان تښتونکي نیول شوي دي.
په دې اړه د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي،” تېره ورځ د فاریاب ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د یاد ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د څلورو نجونو د ازادولو په موخه یو لړ عملیات ترسره کړي چي د یادو عملیاتو پرمهال یو حرفوي انسان تښتوونکی او ډلمشر یې پر پولیسو تر ډزو وروسته ووژل شو او څلور تنه نور همکاران یې چې د نجونو په تښتونه کې یې لاس درلود، نیول شوي دي”.
خبر پاڼه زیاتوي چې د عملیاتو په پایله کې څلور تښتول شوې نجونې هم ازاد شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي