برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په عملیاتو کې مو هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس وروسته له هغه چې د «نیوزویک» په نامه یوې امریکايي مجلي د پنټاګون د چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې امریکایي عسکر نور د طالبانو په وړاندې عملیات نه کوی؛ په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان دا څرګندونې رد کړې او په خبره یې، په عملیاتو کې یې هیڅ بدلون نه دی راغلی
سکاټ مېلر د یوې اعلامیې له لارې د طالبانو په ضد د عملیاتو نه کولو ادعاوې «بې بنسټه» بللې او په خبره یې، دا ډول څرګندونې د یو نامعلومې سرچینې په حواله لیکل شوې، چې د افغانستان له موضوع سره هیڅ اړیکه نه لري.

د مېلر په قول، دوی دې تر دې دمه په رسمي ډول د عملیاتو په برخه کې د بدلون هیڅ امر نه دی ترلاسه کړی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي