برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د بشري حقونو د څار اداره: افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي بحران شاهد دی

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي بحران شاهد دی.


د افغانستان د شفقنا خبری اژانس د رپوټ له مخې په دې راپور کې چې پرون خپور شو ویل شوي دی، چې طالبانو له ښځو څخه د زده کړې، کار، سپورټ، احتجاج، روغتیا ساتنې، له تاوتریخوالي پرته ژوند، سیاسي ګډون او موسیقۍ حقونه ترې اخیستي دي.

د دغه سازمان د ښځو د څانګې مشرې هيدر بار د نړيوالې ټولنې له غړو وغوښتل چې د خواشينۍ د څرګندولو پر ځاى دې د طالب مشرانو د سفر د بنديز په څېر عملي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده له والیانو سره په لیدنه کې امر کړی چې د ښځو ټولو شرعي حقونو ته درناوی وشي.

د بشری حقونو مراعات کول، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقوق، د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره د نړۍ له اساسی شرطونو څخه دی.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array