برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د برېښنا ستنې الوځول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د برېښنا شرکت وویل، چې کابل ته څېرمه د پروان ولایت ګل غونډۍ سیمه کې د ورداتي برېښنا دوه ستنې الوځول شوي دي
د افغانستان د برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي، چې دغه دواړه ستنې له درې طرفونو څخه زیانمنې؛ خو په بشپړه توګه نه دي ویجاړې شوي، د بیا رغولو لپاره یې سیمه ته ددوی تخنیکي ټیم تللی دی
د پروان په ګل غونډۍ سیمه کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنهد پروان په ګل غونډۍ سیمه کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه
برېښنا شرکت وايي، دا په تیرو دوه ورځو کې دویم برید دی، چې «د رڼا دښمنان» یې د برېښنا په ستنو ترسره کوي او له امله یې د هېواد مالي، ټولنیز، ښوونیز، روغتیايي او داسې نور سکتورونه زیانمن کیږي
تیره ورځ هم د کابل ولایت په چمتلې سیمه کې د وارداتي برېښنا ۶۱۳ نمبر ستنه د ناپيژاندو وسله والو لخوا په بمونو الوځول شوې وه، چې هغه هم د څلورو بنسټونو څخه ۳ یې نړیدلي وو او د بشپړ ویجاړي مخه یې څلورم بنسټ نیولې وه، چې بیرته د برېښنا شرکت له لوري یې د ترمیم چارې پیل شوې
د کابل په چمتله کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه بیرته رغول کیږيد کابل په چمتله کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه بیرته رغول کیږي
یاد شرکت له چارواکو غوښتي چې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو مخه ونیسي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري
د برېښنا شرکت خبرداری ورکړی، که چیرې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو مخنیوی ونه شي؛ د پلازمینې کابل په ګډون ښايي د هېواد ګڼ شمېر ولایتونه د تیارو له ناورین سره مخ شي
دا په داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ وړاندې هم د کابل ولایت میربچه کوټ ولسوالۍ په میرزاخیلو سیمه کې د نامسئولو وسله والو یوې شپږ کسیزې ډلې د وارداتي برېښنا یوه لویه ستنه په راکټونو وویشتله او ویجاړه کړه، چې له امله یې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه په تیارو کې ډوب شول او د برېښنا شرکت ته هم ۳۰۰ زره امریکايي ډالره زیان ورسیده
که څه هم د کابل پولیسو درې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د خلکو په همکارۍ یې یاده شپږ کسیزه ورانکاره ډله نیولې؛ خو له دغه اعلان یوه ورځ وروسته بیاهم د برېښنا په ستنو بریدونه پیل او لاهم دوام لري، کوم کار چې د خلکو ترمنځ پراخې اندېښنې او پوښتنې را ولاړې کړې دي
یو شمېر کابل ښاریان وايي، که حکومت په رښتیا هم د رڼا دښمنانو سره جدي مبارزه کوي، نو بیا ولې د غیر مسئولو وسله والو مشران نه نیسي، چې په خیرخانه، شش درک، وزیراکبرخان او خوشحال خان کې په زرهې موټرونو کې خلاصې تنۍ ګرځي او له همدغو ځایونو څخه د برېښنا د ستنو الوځولو قوماندې هم ورکوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي