برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د اشرف غني «ملي دسترخوان» پروګرام ردول

آریانانیوز: د ولسي جرګې غړو د رایو په اکثریت سره د «ملي دسترخوان» تر نامه لاندې د اشرف غني له لوري پیلېدونکی پروګرام رد کړ
د کابل حکومت مشر وړمه ورځ د «وچې ډوډۍ» د پروګرام په بدل کې د ملي دسترخوان پروګرام د پیلېدو خبر ورکړی وو او یاده کړې يې وه، چې د ۲۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت به یاد پروګرام په ټول افغانستان کې پیلېږي
د ولسي جرګې په خپله پرونۍ غونډه کې له یاد پروګرام سره سخت مخالفت وکړ او پرېکړه یې وکړه، چې تر سبا پورې باید د مالیې وزیر په همدې تړاو استجواب شي
دولسي جرګې غړي وایي، یاد پروګرام غیر شفاف دی او د مالي تمویل د سرچینې په اړه یې هيڅ سند له دوی سره نه دی شریک کړی
د پارلمان وکیلان یاد پروګرام په مالي امورو کې د حکومت د خپلسریو بېلګه بولي او په دې اند دي، چې د «ملي دسترخوان» پروګرام د «چور»او پراخ فساد ته د زمینې برابرولو په موخه برابر شوی
ددوی له قوله، په داسې حال کې چې د هیواد پنځوس سلنه خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده د ملي دسترخوان پروګرام د عملي کېدو وړ نه دی
یاده دې وي، چې غني داسې مهال د ملي دسترخوان پروګرام د پیلېدو اراده کړې وه، چې د کرونا د ناوړه اغېزو د راکمولو تر نامه په ترسره شویو ټولو پروګرامونو کې پراخ فساد شوی، د ساه اخستلو ماشینونه پاکستان ته قاچاق شوي، د وچې ډوډۍ په وېش کې سلګونه میلیونه افغانۍ حیف و میل شوې او د کرونا لپاره ځانګړې شوې بودیجه شخصي جیبونو ته تللې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي