برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني بزګرو ته په مارکیټ او بین المللي بازار موندنې ټینګار وکړ

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې کابل بین المللي کرنیز نندارتون چې په بادام باغ کې جوړ شوی وو، پرانیست.


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د دغه جوړ شوي نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د هېواد جمهوررئیس له دې امله چې بزګر له مشتریانو اودولت څخه خپلو محصولاتو ته د بازار موندنې غوښتنه کوي، مننه وکړه وې ویل، نن د هرات او شمالي پر بڼوالو ویاړم چې بیا یې خپل باغونه زرغون کړل او د افغانستان انګورو بیاخپل نوم او نښان پیدا کړی دی.

جمهوررئیس غني له بزګرو ښځو څخه هم مننه وکړه وې ویل، تاسې هرې یوې د اولاد، کورنیو او په مجموع کې د افغان مېرمنو ژوند بدل کړی. هغه ټینګار وکړ دا شبکه دې پراخه او سرتاسري شي او افغان مېرمن دې د تولیدونکو په ملي شبکه بدله شي.

جمهوررئیس د کرنې او مالدارۍ وزارت څخه هم مننه وکړه او بزګرو ته یې په بین المللي بازارونو کې د مارکېټ موندنې په اړه وویل، د هند په هوايي دهلېز کې د افغانستان دولت ۸۰۰ زره ډالره پانګونه کړې او تېر کال افغان بزګرو د ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت محصولات صادر کړي دي.

هغه زیاته کړه، ترکیې او اروپا ته نوی هوايي دهلیز تېره اوونۍ افتتاح شو، د افغانستان محصولات بین المللي بازارونو ته لار پیدا کوي او د اروپا ټوله شبکه د بزګرانو او بڼوالو په خدمت کې ده.

جمهوررئیس وویل، زموږ اساسي موخه سعودي عربستان او متحده عربي امارات دي چې له دې هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه جوړ شي او د ځمکني کوریدور په برخه کې تر ټولو ستر بازار قزاقستان او روسیه دی چې زموږ اساسي موخه د دې دوو بازارونو پرانیستل دي.

هغه د دولتي تدارکاتو په اړه وویل، سږکال یواځې ملي دفاع وزارت د ۲۰ زره ټنو څخه زیاتې وریجې له بزګرو څخه پېرلي او زما لارښوونه داده چې تدارکات دې مېوه موسمي کړي، ترڅو هر ډول مېوه خریداري شي.

جمهوررئیس په افغانستان کې د مرغدارۍ صنعت د ودې دلیل د ملي دفاع وزارت د خوراکي مینو تغیر وباله وې ویل، تاسې پانګونه وکړئ، موږ له تاسې څخه ستاسې محصولات پېرو.

جمهوررئیس غني مېرمنو ته په خطاب کې وویل: دا چې دخل او مصرف ستاسې په واک کې دی، نو د بهرنیو تولیداتو پرځای کورنیو تولیدات غوره کړئ، ځکه عالي دي، افغاني دي.

جمهوررئیس کرنې او مالدارۍ وزارت او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې تخصص مو باید پر ځانګړو او هغو اقلامو وي چې افغانستان یې له څو لسېزو راهیسې صادرات لري.

محمداشرف غني څرګنده کړه، اکثره پیش‎خرید د ګاونډیانو په لاس کې دی، ځکه افغان بزګر د استطاعت وړ پور ته لاسرسی نه لري او تر هغې چې بڼوال او بزګر د پروسس وسیله ونه لري، دا ستونزه نه حل کېږي.

هغه زیاته کړه د پروسس کوونکو اتحادیه دې جوړه شي، ترڅو د دولت رول واضح او بزګر پر خپلو پښو ودرېږي. دغه راز د انګورو، جلغوزیو، پستې، ځېرې، بادامو او نورو اتحادیې جوړې کړئ چې د بزګرو مشخص ادرس پیدا او دولت ورسره په اړیکه کې وي.

جمهوررئیس کرنې او مالدارۍ وزارت ته لارښوونه وکړه، له کابل محورۍ دې ووځي او د کرنیزو اقلامو پر بنسټ دې د تحقیقاتو عمده مرکزونه په هغو ولایتونو کې وي چې د تولید مرکز یې دی.

جمهوررئیس غني له پوهنتونونو سره د مرکزونو پر جوړولو د ټینګار ترڅنګ وویل، د متخصصینو بورسونه کم کړئ او له ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ ټولو برخو ته د بزګرانو د تګ او کتنې زمینه برابره کړئ چې هغوی له پرمختللې کرنې سره اشنا شي.

جمهوررئیس د کرنې د ودې په برخه کې د دولت د دندو په اړه وویل، پر دوو ځنځیرونو باید فکر وشي، لومړی د ارزښت ځنځیر چې له تولید څخه بین المللي بازارونو ته څه ډول رسېدلی شو، ځکه هره کړۍ یې د پانګونې او کارموندنې کړۍ ده او دویم ځنځیر د لوژستیک او لېږد ځنځیر دی.

هغه زیاته کړه: که چېرې د افغانستان اوبه او کرنیز پیداور بین المللي مارکېټونو سره وصل شي د افغانستان د خلکو ژوند به په مراتبو ښه شي.

جمهوررئیس له ښار جوړولو وزارت څخه وغوښتل، چې د معیاري سوپر مارکیټونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي، ترڅو د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو اخیستل اسانه او په هره برخه کې باید د تولیدونکو، پروسس کوونکو او صادرونکو ادرس مشخص شي، ځکه درې واړه د یو بل لازم او ملزم دي.

جمهوررئیس د افغانستان د نساجیو د احیا په اړه وویل، تصمیم لرم راتلونکی کال د افغانستان د اردو او پولیسو جامې زمونږ له خپلو تولیداتو تامین شي. هغه زیاته کړه، د افغانستان د محصولاتو زیاته برخه ضایع کېږي، د همدې لپاره باید د لوژسیتک او لېږد په برخو کې پانګونه وکړو. هغه د اوبو پهمدیریت ټینګار وکړ او وې ویل، د اوبو مدیریت سره زمونږ پیداوار څوچنده کېږي.

جمهوررئیس وویل، پر کرنې عصري پانګونه نه ده شوې او کمه ده او د کرنې وزارت او نور اړوند بنسټونه باید د کرنې د اساسي موادو واضح طرحه جوړه او وړاندې کړي او همداراز یوه واضح طرحه وړاندې کړئ چې له مخې یې د افغانستان د غنمو پر کرنه اعتبار او په دې برخه کې محصولات زیات شي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې دې ته په کتو چې د افغانستان د بڼ لرونکو او بزګرانو فکر بدلون کړی وویل، متخصص او بزګر دې سره یوځای شي او پالیسیو ته دې بدلون ورکړي، ځکه د هر بزګر او بڼوال جیب د افغانستان ملي پانګه ده.

په مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني د جمهوررئیس له راتګ څخه په مننې وویل، دغه نندارتون د سوداګرۍ د لوړېدو او کرنیزو محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه جوړ شوی.

هغه زیاته کړه، د نندارتون په دویمه ورځ د هېوادوالو پر ګډون سربېره به د کورنيو او بهرنيو سوداګرو د ملاقاتونو کوربه واوسو او د دغه نندارتون په درې ورځو کې د سوداګرو او پانګوالو محفلونه، ازاد بحثونه، خبرې اترې او د کرنې په سکتور کې ستونزو ته د حل لارې موندل هم تنظیم شوې دي.

د کرنې وزیر وویل، د دوبۍ او هندوستان په بین المللي نندارتونونو کې له هوایي کوریدورونو څخه مو زیات بریالیتوبونه تجربه کړل او په دغو نندارتونونو کې د وچو، تازه مېوو او طبي بوټو او زعفرانو په برخه کې مو د ۱۴۴ میلیون افغانیو په ارزښت فرمایش درلود. هغه زیاته کړه، د سوداګرۍ او صنایعو خونه کې تراوسه د هېواد صادرات ۸۷۵ میلیون ډالر ثبت شوي چې ۹۰سلنه یې د کرنیزو محصولاتو صادرات جوړوي.

دغه راز ګل احمد احمدي د بزګرو او بڼوالو په استازیتوب خبرې وکړې او د یاد نندارتون له جوړېدو څخه په مننې یې وویل، په تولید کې مشکل نه لرو، خو د ښه پروسس او کرنې لپاره د بازارموندنې په برخو کې د کرنې وزارت زیاته همکاري غواړو.

هغه همداراز له دولت څخه د هوایي دهلیزونو د جوړېدو، د کرنې په وده کې د بدلونونو، نويو کرنیزو سیستمونو او معیاري تولیداتو سره د بڼوالواو بزګرو د اشنایۍغوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي