برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

بې ځایه شویو ماشومانو د افغانستان د شتمنیو د بندیدو پر ضد لاریون وکړ

آریانانیوز: په هرات کې د بې ځایه شویو کورنیو ماشومانو په متحده ایالاتو کې د افغانانو د شتمنیو د کنګلېدا پر ضد لاریون وکړ او ویې ویل چې متحده ایالات باید د دوی شتمنۍ په زور سره مصادره نه کړي.


په هرات کې د داخلي بې ځایه شویو کورنیو لسګونه ماشومانو په لاریون لاس پورې کړ او

د امریکا پر ولسمشر غږ وکړ، چې له افغانانو څخه د جبران په نوم اخیستل شوې پیسې بېرته ورکړي، ترڅو ماشومان د سیاسي ستونزو قرباني نه شي.

د لاريون تنظيموونکي عبداللطيف قريشي وويل: نن ورځ ماشومان هغه څوک دي چې پر افغانانو د امریکا له هر ډول ظلم څخه ډیر ځوریږي. هغه ماشومان چې یوه ورځ به د افغانستان راتلونکی جوړوي باید د ښې زده کړې او ښه ژوند زمینه ورته برابره شي، چې دا ټول به د متحده ایالاتو لخوا د بند شویو پیسو په بیرته راستنیدو سره ممکن وي.

هرات د افغانستان په لوېدیځ کې د څه باندې سل زره کورنیو بې ځایه شویو کوربه دی

په دغو کورنیو کې زیاتره ماشومان د خپلو کورنیو د مړولو لپاره په سختو کارونو یا د سړکونو په څڼدو کې په دستفروشي بوخت دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي