برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت

د طالبانو د روغتیا وزیر اعلان وکړ چې هیواد د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.


د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد اروزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان ټول ولایتونه د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: دا وزارت په پام کې لري چې په افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت ستونزه هواره کړي او د همدې موخې لپاره یې د فوق تخصصي پروګرامونو لپاره ۲۰۰ ښځینه کارمندان معرفي کړي دي.

د طالبانو د روغتیا وزیر زیاته کړه: واکمنې ادارې په تیرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د ښځینه نرسانو او قابلو د روزنې په برخه کې ډیر پروګرامونه پیل کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي