برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۵ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د مخدره موادو کښت ختم شوی دی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د نشه یي موادو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وايي، په افغانستان کې د مخدره موادو کښت صفر ته رسېدلی دی.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه ایزو موادو سره د مبارزې معینیت ټینګار وکړ: مونږ ټولو ته ډاډ ورکوو چې په افغانستان کښې د نشه ایزو موادو کښت صفر ته رسیدلی دی.

عبدالحق آخند زیاته کړه: وروسته له دې چې دغه ډله بیا واکمنه شوه، په افغانستان کې د مخدره موادو څه باندې زر کارخانې ویجاړې شوې او په پوځي عملیاتو کې له دیارلس زره څخه زیات کسان د مخدره توکو د تولید، خرڅلاو او قاچاق په تور نیول شوي او محکمې ته سپارل شوي دي.

هغه زیاته کړه: په افغانستان کښې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته څه دپاسه پنځلس زره هکتاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې او دا په داسې حال کښې دی چې نړیوالې ټولنې له نشه ایزو موادو سره د مبارزې په برخه کښې له افغانستان سره عملي همکاری نه ده کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت افغانستان کې په مخدره موادو د روږدو کسانو شمېر له درې میلیونو څخه زیات اعلان کړ او ویي ویل چې تر اوسه له سلو زرو ډېر روږدي کسان راټول او درملنه یې شوې ده.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د نشه يي موادو کښت او تولید ۹۵ سلنه کم شوی او دې مسلې افغان بزګرانو ته ستونزې را ولاړې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي