برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

عمران خان: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه هیڅ نه پوهیږي

آریانانیوز: د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وايي، د هغه هېواد د بهرنیو چارو اوسنی وزیر بلاول بوټو د افغانستان په اړه څه نه پوهیږي.


د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د دغه هیواد پر اوسني حکومت نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان په اړه هیڅ نه پوهیږي.

عمران خان خبریالانو ته په خبرو کې د خپل حکومت د بهرنۍ تګلارې ستاینه وکړه او ویې ویل چې د هغه حکومت د افغانستان له اوسني حکومت سره دوستانه اړیکې درلودې.

باید وویل شي، چې عمران خان په پاکستان کې د خپل صدراعظمۍ پر مهال پر افغانستان د طالبانو د تسلط هرکلی کړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي