برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

عمران خان: د پاکستان او روسیې تر منځ له تړون وروسته امریکا زما پر ضد دسیسې وکړې

آریانانیوز: د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وايي، له روسیې سره د دغه هېواد له سوداګریز تړون وروسته امریکا د ده پر ضد دسیسه جوړه کړه.


د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې تېره میاشت د اداري فساد په تور نیول شوی و، نیوزویک سره په مرکه کې ویلي، چې تېر کال امریکا پر ده ډیپلوماتیک فشار راوړ چې له دندې ګوښه شي.

له دې امریکايي خپرونې سره په مرکه کې عمران خان ویلي، چې په هماغه ورځ یې روسیې ته سفر وکړ چې مسکو د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې په اوکراین کې خپل پوځي عملیات پیل کړل.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر دا هم ویلي چې په داسې حال کې چې دی د برید تر شا له انګیزو سره موافق نه وو. خو هغه د دې عمل د غندلو او له روسیې سره د سوداګرۍ تړون له خطر سره مخامخ کولو لپاره تماسونه رد کړي دي.

عمران خان په دې خبرې سره چې حکومت یې له ماسکو څخه د ارزانه تیلو او غنمو د واردولو زمینه برابره کړې وه وویل: امریکا غوښتل چې د ملګرو ملتونو له لارې روسیه وغندي. که موږ همدا اوس دوی وغندل، زموږ په ملت به څه اغیزه ولري؟

تر دې وړاندې عمران خان امریکايي وېبپاڼې “انټرسیپټ” سره په مرکه کې ویلي و: د ترهګرۍ په وړاندې د نړیوالې جګړې په اړه د هغه د شکونو له امله او همدارنګه د دې غلط فهمۍ له امله چې هغه د طالبانو ملاتړ کوي، امریکا په هغه برید وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي