برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سعودي د ابها او جيزان هوائي اډې وتړل شول

آریانانیوز: د المسيره د رپوټ له مخې د يمني وسله والو ځواکونو وياند يحيی سريع بېګا د دغه هېواد فوځي او ولسي ځواکونو د ډرون يونټ لخوا د سعودي د جيزان هوائي اډې او ابها نړيوالې هوائي اډې د پرون مازيګر د بمبارولو په تائيدولو سره وويل، له دغو حملو وروسته د دغو دواړو هوائي اډو فعاليتونه په ټپه اودرېدلي دي.
د يمن د وسله والو ځواکونو وياند سعودي ته خبردارے ورکړ چې په يمن باندې د تيري د دوام په صورت کښې په راتلونکو ورځو کښې دې سعوديان د ډېرو سختو اقداماتو په طمه وي.
هفته مخکښې هم يمني ډروان الوتکو د سعودي په جيزان هوائي ډګر باندې په حملې سره د سعودي د هغو ډرون الوتکو ځاله چې د يمن په جنګ کښې استعمالېدې تباه کړه.

د تېرې هفتې د چارشبنې په سحر هم يمني سرچينو اعلان وکړ چې په يو پرمختللي کروز توغندي سره يې د ابها هوائي اډې د څارنې برج ويشتلے دے چې په نتيجه کښې يې د دغه هوائي ډګر ټول الوتونه د زوړند په حال کښې راغلل.
سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هیواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.
سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسوپه رسولو کښې نه دي کامياب شوي

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي