برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سعودي ايتلافي الوتکو په بريد کې ۳۱ ملکيان ووژل شول

آریانانیوز: درسنیوبه رپوټ له مخی يمن کې د سعودي په مشرۍ د ايتلافي الوتکو په تازه بمباريو کې لږ تر لږه ۳۱ عام خلک وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي
په يمن کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې ويلي، دا بریدونه تېره شپه د پلازمېنې صنعا په شمال الجوف نومې سيمه کې شوي دي
تېره ورځ حوثي ملېشو ويلي، د سعودي يوه ايف ۱۶ ډوله جنګي الوتکه يې نسکوره کړې ده
د رپوټونو له مخې سعودي د يادې الوتکې له نسکورېدو وروسته د حوثيانو پر مرکزونو د بمباريو خبر ورکړی، خو قربانيان يې ټول ملکيان دي
د سعودي رسمي خبري اژانس د چارواکو له قوله ويلي، د سعودي متحدينو يوه الوتکه په يمن کې نسکوره شوې، خو د نسکورېدو لامل او د عملې د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه څه نه دي ویلي
حوثيانو په يوه خپره کړې ويډيو کې ويلي، د سعودي په مشرۍ ايتلافي جنګي الوتکه يې د پرمختللي توغندي په مرسته ويشتې او نسکوره کړې ده
د حوثي ملېشو وياند محمد عبدالسلام ویلي، الجوف سيمه کې د سعودي ايف ۱۶ الوتکې له نسکورېدو وروسته يو ځل بيا بمبارۍ شوي دي او ټول قربانيان يې ملکيان دي
په يمن کې د ملګرو ملتونو د مرستندويه ادارې مشر ليزې ګرانډې ويلي، د سعودي الوتکو بمبارۍ خطرناکې او ويجاړوونکې دي او ډېری قربانيان يې ملکي وګړي دي
حوثي ملېشې له تېرو پنځو کلونو راهيسې د پلازمېنې صنعاء سربېره پر ډېرو ښارونو واکمن دي، د سعودي په مشرۍ د عربو هېوادونو ايتلافي الوتکې پرې ځمکنۍ او هوايي حملې کوي، خو تر اوسه يې کوم پاموړ پرمختګ نه دی کړی د ملګرو ملتونو د رپوټونو له مخې د دغې جګړې ډېری قربانيان ملکي وګړي دي.

شریک یي کړئ!