برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مسلمانو مېرمنو پر حجاب بندیز

آریانانیوز: ډنمارک کې حکومت د مسلمانو مېرمنو پر حجاب بندیز تېره ورځ عملي کړ.


د دې اروپايي هېواد پارلمان په می میاشت کې پرېکړه وکړه چې مسلمانې مېرمنې باید په عام محضر کې حجاب ونه کړي.
پارلمان وویل چې دا پرېکړه به د اګسټ له لومړۍ نېټې عملي کېږي، چې پرون د حکومت عسکرو په ښارونو مسلمانې مېرمنې په حجاب جرمانه کړې دي.
ډنمارکي حکومت د حجاب د بندېدو علت دا ښيي چې د مسلمانو مېرمنو پر سر پړوني د دوی د ډيموکراټيکو او سیکولر «ارزښتونو» خلاف دي.
امریکا غږ د ډنمارک د عدليې وزیر پاپ پاولسن په حواله وايي چې مسلمانې مېرمنې لومړی ځل له حجاب لیدو سره ۱۶۰ ډالره، که څلور ځله ولیدل شوه نو باید ۱۶۰۰ ډالره جریمه کېږي.
د دې قانون له مخې د ډنمارک حکومت امر کړی چې یا باید مسلمانې مېرمنې حجاب پرېږدي او یا هم نه شي کولی عامه ځایونو کې تګ را تګ وکړي.
تر دې وړاندې په فرانسه کې هم شاوخوا پنځه میلیوني مسلمان نفوس تر دې جبر لاندې ونیول شو، چې باید له سرونو پړوني وغورځوي کنه جریمه به شي.
تر هغه وړاندې په جرمني کې هم حکومت پر حجاب بندیز ولګاوه نږدې دوه کاله وړاندې د جرمني چارواکو دولتي مسلمانې مامورینې له دې منعه کړې چې پړوني پر سر دندو ته حاضرې شي.
په تېر میلادي کال کې اتریش کې هم په عامه ځایونو کې پړونی پر سر کول یا هم مخ پر ماسک پټول ناقانونه کار وګڼل شو.
د دې هېواد په وړکتونونو کې هم مسلمانې نجونې ورټل شوې او له دې منعه شوي چې پړوني پرسر وړکتونونو ته حاضرې شي.
پر دې سربېره بلجیم یو بل هغه هېواد دی چې د مسلمانو مېرمنو د پړونیو پر ضد يې حکومتي حساسیت په اوج کې دی.
نږدې دوه کاله وړاندې یوازې د هنګري حکومت پر مسجدونو او پړونیو بندیزونه بېرته لرې کړ.
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د هند حکومت هم وویل، چې شاوخوا اوه میلیونه مسلمانان به له هندوستانه وشړي او له پنځو میلیونو به هندي تابعیت بېرته واخلي.
په ورته وخت کې د چین په لېنزیا کې حکومت امر کړی، چې مسلمانان ځوانان او پېغلې تر ۱۶کلنۍ پورې مسجدونو، دیني مدرسو او دیني مجلسونو ته نشي تللی.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له مسلمانانو او اسلامي ثقافت سره پر زور زیاتي لا هم د بشري حقونو په نامه نړیوال فعالان چوپه خوله دي

شریک یي کړئ!