برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

روسي مسلمان مبارز له بریا وروسته

آریانانیوز: وړمه ورځ د امریکا په لاس ویګاس ښار کې د رزمي ۲۲۹م (UFC) سیالیو په تاریخ کې تر ټولو ستره سیالۍ ترسره شوه چې په کې روسي مسلمان مبارز خپل سرسختي آیرلینډي سیال ته تونده ماتې ورکړه.


په دغه لوبه کې روسي مسلمان مبارز «خبیب نورماګو میدوف» او «کونر مک ګریګر» میدان ته ښکته شول، چې لومړي درې پړاوه د دواړو لخوا پر یوه بل په زړه پورې حملې وشوې خو بیا هم خبیب په مک ګریکر غالب و، چې په څلورم پړاو کې يې پر مک ګریګر له سختو ګوزارونو وروسته ماتې ومنله او د یو اف سي سیالیو تاریخي ماتې یې ورکړه.
خبیب مبارز د یو اف سي په تاریخ کې په جال دننه خپله ۲۷مه پرلپسې بریا خپله کړه، خو کله چې نوموړي بریا خپله کړه پر خپله غوصه یې کنترول ونه شو کړای او د کونر مک ګریکر پر روزونکي او نورو چارواکو یې د ګوزارونو حمله وکړه، چې په عین حال کې د یو اف سي چارواکو د خراب وضعیت له کبله نوموړي ته د مډال ورکولو څخه انکار وکړ، خو وروسته یې مډال/ټایټل/بیلټ خبیب ورکړ.

مسلمان مبارز خبیب په یوه خبري کانفرانس کې له لوبې وروسته ددغې پېښې په اړه وویل چې مک کریګر، روزونکو او چارواکو یې دده د قوم، دین او پلار په اړه سپکې سپورې وویلې، چې ویې نشو زغملای او پر دوی یې حمله وکړه، خو خبیب وویل «ما دوی ته وښودله چې شاهین «مبارز» یوازې په قفس کې ایسار نه وي، دا به د هغوی لپاره لوی درس وي څوک چې د چا قوم او مذهب پورې بدر رد وایي».
له پېښې وروسته خبیب د امنیتي کسانو په مرسته له میدانه بهر کیږي
د نوموړي په وینا چې «په اصل کې دغه کړنې دده اصلي شخصیت نه دی او نه هم د کورنۍ او مور او پلار لخوا ورته داسې ښودل شوي، خو د قوم او دین پسې سپکو سپورو ما غوصه ونشوه زغملای»، خو د یو اف سي سیالیو کمیسیون څخه یې د شوې کړنې په اړه بخښنه هم وغوښته.
هغه صحنه چې خبیب پر خپل سیال ماتې ومنله
له یادې سیالۍ وروسته مک کریګر په خپله ټویټر پاڼه له ماتې وروسته له یو اف سي چارواکو غوښتي چې له نوموړي سره دې یو وار بیا د سیالۍ نېټه وټاکل شي، نوموړي په بل ټویټ کې کاږلي چې لوبه هغوی وګټله خو میدان مونږ وګاټه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي