برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکومت د حلالو خوراکونو پر ضد کمپاین پیل کړی

آریانانیوز: چیني حکومت د دې هېواد په مسلمان مېشتي ایالت ژینجیانګ کې د حلالو خوراکي توکو پر ضد کمپاین پیل کړی او له بازارونو يې ټولوي.



دغه ایالت چې شاوخوا دوولس میلیونه مسلمانان پکې اوسېږي، ځايي چارواکو يې په بازارونو کې د حلالو تولیداتو را ټولولو امر کړی، دوی دعوه کوي چې دا «حلالوالی» مذهي «توند لاري» پیاوړې کوي.
رویټرز د چیني حکومت په حواله لیکلي چې د ژینجیانګ مرکز ارومچي ته امر شوی، چې دا کمپاین ګړندی کړی.
حکومتي ګلوبل ټایمز بیا وايي د مسلمانو له لوري د حلالو خوراکونو لټه د سیکولریزم او مذهب تر منځ پله تیته کړې او دې چارې «سختدريځي» ته لار هواره کړې.
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې فرانسوي رسنیو د چيني حکومت هغه موارد افشا کړل چې له امله يې مسلمانان له محاکمې پرته زنداني کېږي.
په دې مواردو کې د لمونځ کولو، دیني زده کړو ته غوږ نیول، په ښوونځي کې مورنۍ ژبه خبرې کولو تر څنګ شراب نه څښل او د مسلمان په کور کې پړی موندل کېدل هم د دې علت کېږي چې چيني عسکر مسلمان د زندان تیارو ته ټېل وهي.
په چين کې له لږکیو مسلمانانو سره پر روانو ظلمونو تر اوسه نړیوال بشري فعالان چوپه خوله دي.
چيني حکومت د افشا شويو معلوماتو له مخې شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان په زندان کې ساتي، چې دوی يې د «سمون» هڅه بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي