برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

شراب نه څښل هم؛ مسلمان د زندان تیارو ته ټېل وهي

آریانانیوز: چین کې له مسلمانانو سره د بد چلند په اوږدو کې د شرابو نه څښل هم د دې علت کېږي چې مسلمانان د زندان د تمبو شاته ټېل وهي.



اذان انلاین ویبپاڼه؛ د فرانسوي رسنیو په حواله لیکي، چيني دولت د مسلمانانو د زنداني کولو لپاره اوږد لیست جوړ کړی چې ۴۸ موارد يې افشا شوي دي.
چيني حکومت د ایغور، کزاکي او نورو مسلمانانو لپاره ځانګړی زندان جوړ کړی، چې شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان پکې خورا بد وضعیت کې زندانیان دي.
دوی دا زندان د مسلمانانو د «سمون» په پلمه جوړ کړی او «د سیاسي کلتور زده کولو» نوم يې پرې ایښی دی.
سرچینې د پخواني چیني مېشتې لیکوال ټې ګري؛ په حواله لیکلي، چیني حکومت د مسلمانانو په موبایلونو کې جبراً اپلیکېشنونه انسټالوي او هر ځای کې يې چارې څارل کېږي.
دغه لیکوال وايي، له ۴۸ مواردو څخه که مسلمانانو خېمه لرله، کور کې يې اضافي خواړه لرل، پړی يې درلود، واټساپ يې درلود، ډېر بچیان يې لرل او چيني چارواکو ته په خپلو کورنو کې يې د څملستلو اجازه نه ورکوله نو مسلمان باید له محاکمې پرته زنداني شي.
پر دې سربېره، شراب نه څښل، سګرټ نه څکول، د خپلوانو د مړيني پر وخت عامه ځایونو کې ژړا، بهر ته سفر کول، له داسې چا سره خبرې کول چې بهر ته يې سفر کړی وي یا هغه کس وپېژني، په بهر کې ډکه شوې ویډیو لیدل، له چارواکو سره له نوم لیکنې پرته د کورنۍ د څو غړو را بلل او له داسې چا سره اړیکه لرل چې په دې کارونو کې يې کوم ترسره کړی وي؛ هم د دې علت کېږي چې مسلمان زنداني شي.
ټي ګري لیکلي، چیني حکومت له ۴۵کلونو د ښکته عمر لرونکې ښځې حجاب درلودل، لمونځ کول، روژه نیول، دیني درسونو ته غوږ نیول، په اسلامي طریقه د مړو ښخول، په ښوونځي کې په مورنۍ ژبه خبرې کول او داسې جامه اغوستل چې عربي توري پرې لیکلي وي، هم منع کړي دي.
دا په داسې حال کې دی چې د چین ګاونډي هندوستان هم د میلیونونو مسلمانانو د تابعیت د لغوې هوډ کړی او سخت چلند يې د روانې میاشتې په دویمه بشپړه کورنۍ له اسلامه واړوله.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي