برخه -څانګه : note, world -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خاشقجی د وژلې د دوسیې د تعقیبولو لپاره د ترکیې د هڅه

آریانانیوز: د ترکیې د عدلیې وزیر عبدالحمید ګل وایی د انقرې حکومت به د سعودی عربستان په رژیم د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقچی د وژلې د دوسیې د پټ ساتلو د مخنیوی لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی .


د ترکیې دعدلیې وزیر عبدالحمید ګل ټینګار وکړ د جمال خاشقچی د وژلې په دوسیې کښې له ملګرتیا د سعودی عربستان ډډه کول ددغه دوسیې د ټولو اړخونو د ښکاره خنډ شوی خو هیله شته چې په دې زمینه کښې د ملګروملتونو راپور د دغه جنایت د عاملانو له پیژندلو سره مرسته وکړی .
له دې مخکې د ترکیې دبهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو هم د سعودی عربستان د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقچی د وژلې د اصلی عاملانو د معلومیدا لپاره د یوه (۱)کمیسیون په جوړولو سره د ملګروملتونو د نویو تحقیقاتو دپیلیدا پرضرورت ټینګار کړی وو .
د ترکیې په استنبول کښې د سعودی عربستان په کنسولګرۍ کښې د نیوکه کونکی خبریال د وژلې د حکم د صادرونکی یا صادرونکو د معلومیدا په زمینه کښې د انقرې د حکومت خوځښتونه ددغه پیښې د رازونو د زر معلومیدا لپاره د ترکیې د چارواکو د جدی توب ښودنه کوی .
داپه داسې حال کښې دی چې دخبریال د وژلې په هکله له ترکیې سره د معاملې لپاره د امریکا او سعودی عربستان هڅو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړی .
داسې ښکاری چې د سعودی عربستان د خبریال جمال خاشقجی د وژلې د اصلی عامل معلومیدل د ترکیې د چارواکو لپاره زیات اهمیت لری .
دغه پیښه د ترکیې لپاره دومره اهمیت لری چې د انقرې حکومت ته اړونده رسنۍ جمال خاشقچی دیوه(۱) شهید په توګه ګڼی .
په همدې دلیل ده چې د سعودی عربستان په رژیم د نیوکه کونکی خبریال د وژلې د حکم د ورکونکی یا ورکونکو د معرفی کیدا لپاره د انقرې د چارواکو هڅې د ترکیې دبهرنی سیاست په لومړیتوبونو بدلې شوی دی .
داپه داسې حال کښې دی چې له دې مخکې ډیرو لویدیځو چارواکو ، اروپایی او امریکایی رسنیو هڅه کوله داسې وښیی چې د ترکیې حکومت د سعودی عربستان له چارواکو سره د حساب کتاب د کولو لپاره د جمال خاشقجی د وژلې تعقیبول په ایجنډې کښې شامل کړی دی .
له دې سره سره داسې ښکاری د جمال خاشقجی وژله د ترکیې د حکومت لپاره یوه (۱)حیثیتی موضوع ده او دهغې تعقیبول د انقرې د حکومت دمشرانو لپاره په یوې(۱) ملی مسلې بدل شوی دی .
د ملګروملتونو ځانګری راپورټرې میرمن اګنس کالامارډ هم په یوه راپور کښې د سعودی عربستان چارواکی د نیوکه کونکی خبریال جمال خاشقچی د وژلې نیغ په نیغه مسول بللی دی .
هغه وویل نښې نښانې ددې ښودنه کوی چې د جمال خاشقچی وژله د سعودی عربستان دچارواکو لخوا پلان او اجرا شوی ده .
د جمال خاشقچی د وژلې د پیښې هواری دترکیې دحکومت لپاره ډیر جدی او داهمیت وړ دی .
د جمال خاشقچی د مړې دښخولو ځاې تراوسه د شکونو په شپول کښې دی .

د جمال خاشقچی د وژلې د ترخې پیښې څه دپاسه دریو(۳) میاشتو په تیریدا او ددغه جنایت او دهغه دځاې اوخت د اړخونو له معلومیدا سره سره تراوسه د جمال خاشقچی د مړی په هکله هیڅ خبر نشته

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي