برخه -څانګه : news -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۲ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د رسیدګۍ غوښتنه وکړه

آریانانیوز: د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی غندلی او د طالب چارواکو له خوا یې د دې مسلې د عدلي تعقیب غوښتنه وکړه.


د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې چارواکو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د غندلو ترڅنګ د افغانستان د موقت حکومت له چارواکو غوښتي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې د احکامو او قوانینو په رڼا کې تعقیب او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

دغې کمېټې همدا راز د نوي افغان حکومت له چارواکو وغوښتل چې په ټول هېواد کې د خبریالانو د امنیت لپاره جدي اقدامات وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي