برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دطالب جسد سوځول خلک راپارول

آریانانیوز: له تيرې ورځې راهيسې په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو د يو وژل شوي جنګيالي جسد چې افغان عسکرو سوځولی ښکته پورته کيږي چې د خلکو غوسې او غبرګونونه يې راپارولي دي.


دغه جسد چې د فراه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې د امنيتي سرتيرو لاسونو ته ورغلی، د ملي اردو د يو ټولي چې مشري يې د ګل نبي په نامه يو قومندان کوي سوځول شوي دی.
په انځور کې ليدل کيږي چې عسکرو طالب له پښې څخه له موټر پسې تړلی دی چې له کشکولو وروسته يې له سوي سکور جسد سره انځورونه ويستلي دي.
د امنيتي عسکرو دغه عمل په ټولنيزو شبکو کې د ډيرو افغانانو غوسې راپارولې دي او دا يې ستر ظلم او وحشت بللی دی.
د ټولنيزو شبکو فعالانو ويلي دي چې د عسکرو دغه عمل د ټولو اسلامي، جنګي قوانينو او افغاني کلتور خلاف عمل دی، چې بايد مخه يې ونيول شي.
له پرون راهيسې په فيسبوک کې دغه انځور يو شور جوړ کړی چې د طالبانو پلويانو او مخالفينو دواړو د ا منيتي ځواکونو دغه حالت غندلی دی.
د تبصرو ليکنو ترڅنګ يو شمير شاعرانو هم د دغه وژل شوي او سوځول شوي طالب په حق کې شعرونه هم ليکلي دي.
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې جګړه ييز حالت ورځ تربلې خونړی کيږي او د وحشت بيلابيل حالتونه خپلوي.
تر اوسه په دې اړه طالبانو او يا دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.
ټولنيز فعال او ليکوال شفيع اعظم اورياخېل ليکي:
موږ د سولې دروازه کې یو.
حکومت او طالب جنګیالي دې تر بل هر وخت زیات د جګړې اصول او بشري کرامات مراعت کړي.
وېل کېږي فراه کې عسکرو د یوه طالب جسد سېځلی او بیا یې ور سره په فخر سلفیانې اخېستي.
دا ډول کړنې نه انساني دي نه افغاني او نه هم اسلامي. دا د یو څو اجیرو لخوا شوي جنایتونه دي چې د جګړه مار بادار لخوا یې ورته د نمایش امر شوی.
دوهم دا چې دا کار که حکومتي عسکر کړي که طالب نو فرضا سبا که سوله را هم غله، نو دغه وژل شوی طالب/عسکر به ورور لري، تربور لري یو یار به لري.
وایم چې له اسمانه هم در باندې د بخښنې نعره وشوه د پټان له شخصي بدۍ قران که خلاص شئ.
سړیتوب او مېړانه په دوستۍ او دوښمنۍ دواړو کې د عاقل انسان کار دی او ټولو ښکېلو غاړو ته یې د دوی د خېر لپاره توصیه کوو.
نوټ: هیله کوم د هغه وحشت عکس مه خپروئ. لاهم انسانیت شته او د لېدو تاب یې نلرو!
تکړه شاعر جانان خدرخېل ليکي
د هغه طالب د سوځېدلي جسد او ورسره ناستو عسکرو انځور مې غرمه لیدلی، خو تر اوسه مې ذهن کار نه کوي چې په اړه یې څه ولیکم.
تاسې او خدای چې په دومره بې عدالتۍ به سړی څه ولیکي؟!
ودې واژه بس خلاص، په موټر پسې دې کش کړ خلاص، ودې سوځاوه دا هم خیر، خو په ویاړ ورسره عکس اخیستل نو کوم نرتوب دی؟!
ليکوال او شاعر فضل باري مشفق ليکي
نن په روحي او ذهني توګه ټوک ټوک یم!
=دلته دا جنګ داسې بوږنوونکی او وحشي حالت خپل کړی دی چې حتی وژل شوي جسدونه هم په کرار نه دي پاتې او خپل افغان ورور بل افغان ورور له وژلو وروسته له موټر پسې کش کړی دی، په هغه حالت یې چې زړه نه دی یخ شوی، بیا یې ورته اور ورکړی دی، سوځولی یې دی او انځورونه یې ورسره اخیستي او دا یې خپل ویاړ بللی دی.
انسان یې وواژه او بیا یې ورته اور واچاوه
د یویشتم قرن انسان ته مې ښه ډېر وژړل
ددې ترڅنګ ځينې شاعرانو هم پرونۍ پيښه شعر کړې ده په دې اړه تکړه شاعر حمدالله فطرت وايي:
طالب زموږ د ټول وطن بلا ته دریدلی
طالب سر په تلي کي اژدها ته دریدلی
طالب د ازادۍ توغ لکه پاج له سره تاو کړ
طالب زور د ناټو او امریکا ته دریدلی
طالب د ټول ولس و اقتدا ته دریدلی
طالب د استقلال د لمونځ قضا ته دریدلی
طالب ګلابي مخ، نازکې څڼې لولپه کړې
طالب د ایثار داسي انتها ته دریدلی
طالب خو حلمیاره د زندان په اعتکاف کې
ولس چې کړي آمین داسي دعا ته دریدلی
يو بل شاعر انعام نعيمي ليکي
په دې شمع پتنګان ستي ستي شول
دې وطن د څو زلمیو ازار واخیست
خود به سل رنګ عذابونه را ورېږې
هر قاتل د ګلالـیو ازار واخیست
انعام
د هغه عکس د لېدو په خدای که تاب لرم

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي