برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د واک د انحصار په لټه کې نه یو

آریانانیوز: طالب استازو د قطر مرکز دوحه کې ویلې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتو وروسته په واک کې د پاتې کیدو لپاره هلې ځلې نه کو ي.



په دوحه کې د طالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ، اسوشیټید پرس خبري اژانس ته ویلي، طالبان په افغانستان کې د نورو افغانانو ترڅنګ اوسیدلو ته چمتو دي .
شاهین زیاته کړې، د امریکايي ځواکونو له وتو وروسته، ا فغانان باید تیر یادونه له فکره وباسي، د یو او بل زغملو ترڅنګ د ژوند یو نوی پړاو پیل کړي .
د شاهین په خبره ، دافغان سولې په تړاو د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ مذاکراتو بل پړاو د فیبرورۍ په ۲۵ مه په دوحه کې پیلیږي .
په داسي حال کې چې د طالب لوري اوافغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو لپاره هلې ځلې روانې دي ، خو طالبانو ویلې ، چې له افغان حکومت سره د سولې په تړاو خبرو ته لیواله نه دي .
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون چهارشنبه د سولې او ځوانانو ملي کنفرانس ته په وینا کې ویلي، د سولې کیلي په افغانستان کې ده ، داځکه چې د سولې لپاره پلان ، نقشه او لاره دلته موجوده ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي