برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

يو زنداني طالب ۸ پوليس وژلي او ۴ ټپيان کړي دي

آریانانیوز: په زابل ولايت کې يو زنداني طالب له يو پوليس څخه ټوپک اخيستی او ۸ تنه پوليس يې وژلي دي.


د زابل ولايت چارواکي وايي چې ددغه ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې تيره ورځ يو طالب د زندان په داخل کې له يو پوليس څخه ټوپک اخيستی دی او په نورو پوليسو يې ډزي کړي دي چې له امله يې اته پوليس وژل شوي دي او ۴ نور ټپيان دي.
د زابل ولایت امنيه قومندان غلام جيلاني فراهي رسنيو ته پيښه تائيد کړې ده خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي خو د شهر صفا ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي دي چې په دغه پيښه کې د امنيه قومندانۍ اداري او جنايي مديرانو په ګډون د ټولي قولي قومندان او عام پوليس شامل دی.
سرچينې ويلي دي چې د طالب زنداني په ډزو د ودانۍ ځينو برخو اور اخيستی دی او طالب له موقع نه په ګټه اخيستو د وسلو نورو خونو ته ځان رسولی دی او وسله يې ترلاسه کړې ده چې تر نږدې ۱۵ ساعتونو پورې يې د امنيه قومندانۍ په ودانۍ کې ډزې کولې.
سرچينې ويلي دي چې وروسته د کلات څخه تازه دمي سرتيري امنيه قومندانۍ ته رسېدلي دي ترڅو حالات کنټرول کړی.
د زابل امنيتي چارواکو ويلي دي چې طالب زنداني په کندهار کې نيول شوی و چې څو ورځې وړاندې دغې ولسوالۍ ته د پلټنو له پاره راوړل شوی و.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې نفوذي طالبانو په خپلو عسکرو ډزې کړي دي او وژلي يې دي خو دا لومړی ځل دی چې يو طالب زنداني دي د زندان په داخل کې په داسې اقدام کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي