برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د خوښ اوسېدلو شل لارې (2)

آریانانیوز: يوولسم: مرګ ياد ساته!
د مرګ ډېر يادول انسان دې ته نه پريږدي چې غافل واوسي او ګناهونه وکړي، نو هر کله چې انسان ګناهونه نه کوي او نيک اعمال ترسره کوي هغه به پريشان او خفه نه وي.
دولسم: د الله (ج) په ورکړه راضي اوسه!
انسان الله (ج) حريص پيدا کړی دی او تل په دې هڅه کوي چې د دنيا ډېر څه ولري، خو په دې کې د الله (ج) حکمت دی چې انسانانو ته په بيلابيل قسم روزي، ژوند او شتمني ورکړې ده، نو هر انسان بايد د الله (ج) په ورکړه راضي اوسي، ډير څه داسې شته دي چې موږ يې لرو، مګر ډیر نور انسانان يې نه لري.
ديارلسم: د خوښۍ د ترلاسه کولو هڅه وکړه!
هيڅ يو شی همداسې نه ترلاسه کيږي، همداراز خوښي هم همداسې نه ترلاسه کيږي، مګر انسان به د خوښۍ د ترلاسه کولو هڅې هم کوي، کوښښ وکړه د خپل ژوند د مثبت تغير له پاره کار وکړه نو خوښۍ به ترلاسه کړې.
څوارلسم: مه مايوسه کېږه!
مايوسي ګناه ده، له مايوسۍ سره ډېر خلک وړو وړو مشکلاتو ته مات شي، خو د الله (ج) فضل او کرم ډير لوی دی، الله (ج) د انسانانو د مشکلاتو په حل کې مرسته کوي.
پنځلسم: مطالعه وکړه!
دا خبره به ډېرو خلکو ته عادي وي چې له مطالعې سره څنګه سړی خوشاله کېدلای شي، خو تجربو ښودلې ده چې ډير وخت د انسان لوری، د خلکو مور او پلار او مشرانو په نصيحتونو نه بدليږي، مګر د يوه ښه او مثبت پيغام لرونکي کتاب په مطالعه بدلېدلی شي او تاسو ته خوښي درکوي، نو مطالعه کول انسان ته خوښي وربښي.
شپاړلسم: پنځه وخته لمونځ وکړئ!
پنځه وخته لمونځ په پابندئ سره اداء کړئ، نو غم پريشاني او انديښنې به مو ختمې شي، ځکه چې انسان چې د الله (ج) تابع او امر منونکی شي نو الله (ج) هغه ته خوشاله او له پريشانيو لرې ژوند ورکوي، همداراز د يوې څيړنې له مخې چې په لويديځ کې طب پوهانو کړې وه ويل شوي دي، چې د اعصابو يو ډول ناروغي ده چې هغه د سجدې په لګولو سره انسان ته نه لګيږي.
اوولسم: سپورت وکړه!
سپورت د انسان په خوشالۍ کې په روغتيايي لحاظ ډېر ګټه ور دی، ورځنی سپورت انسان ته د روغتيا تر څنګ خوښي هم ورپه برخه کوي او انسان له منفي سوچونو او فکرونو څخه هم لرې ساتي.
اتلسم: توبه وباسه او زيات استغفار ووايه:
له توبې او استغفار سره د انسان ګناهونه بښل کيږي او د ژوند انديښنې اوغمونه يې له منځه ځي، انسان ته روحي خوښي او نيکمرغي ورپه برخه کيږي.
نوولسم: په رسول الله (ص) درود شريف ووايئ!
د غمونو، پريشانيو او اندېښنو ښه درملنه دا هم ده چې په رسول الله (ص) ډېر درود وويل شي، درود شريف هم د انديښنو او غمونو په له منځه وړلو کې مهم رول لري.
شلم: له الله (ج) نه دعا وغواړئ!

که چېرته تاسو غمونو او انديښنو راګير کړئ نو له الله (ج) څخه دعا وغواړه او د خپلو انديښنو د له منځه وړلو سوال وکړه، بيشکه الله (ج) به ستا انديښنې او غمونه لرې کړي او ژوند به دې په خوښۍ بدل کړي، ځکه چې د انسان ژوند او مرګ خوښي او غم ټول د الله (ج) په لاس کې دي او هغه هرڅه کولای شي.
پای

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي