برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تېر کال ولسي مرګ ژوبله ۱۹٪ لوړه شوې

آریانانیوز: د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د افغان ولسي مرګ ژوبلې په کلني رپوټ کې ویلي، تېر لمریز کال جګړو او شخړو د څه باندې درې زرو افغانانو ژوند اخیستی او نژدې نهه زره نور ټپیان شوي دي.


دغه کمېسیون د چارشنبې په ورځ (اپریل ۲۳مه) وویل، په افغانستان کې د جګړو او شخړو په ډېرېدو سره د بشري حقونو د سرغړونو وېرې هم ډېرې شوې دي.
د دغه کمیسیون د موندنو پربنسټ، د وړم کال پرتله تېر کال د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۱۹ سلنه ډېروالی راغلی.
دغه کمېسیون وايي، تېر کال د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې ولسي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشري حقونو کمېسیون په رپوټ کې راغلي، تېر کال په هلمند، کندهار او ارزګان ولایتونو کې لږترلږه ۳۸۴۱ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
همدارنګه، په ختیځه حوزه کې هم ۲۴۶۸ کسان ټپیان شوي او وژل شوي.
په مرکزي ولایتونو کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر ۲۲۰۳ کسانو ته ته رسېدلی و
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په رپوټ کې ویل شوي، تېر کال د ولسي وګړو د اعلان شوې مرګ ژوبلې ۲۷ سلنه ولسي وګړي په ځانمرګو بریدونو، ۲۰ سلنه په ځمکنیو عملیاتو او ۱۹ سلنه یې سړک غاړې ماینونو او توغندیزو بریدونو کې وژل شوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ‘یوناما’ تېره پرورۍ وویل، په تېر ۲۰۱۸ کال کې د افغان ولسي وګړو مرګ ژوبله تر هر بل وخت ډېره شوې ده.‌
د دې رپوټ له مخې، پر ۲۰۱۸ کال د حکومت مخالفو وسله والو، نړیوالو ځواکونو او افغان ځواکونو په بریدونو او بمباریو کې ۳۸۰۴ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۱۸۹ نور ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ!