برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تېره مياشت په افغانستان کې څه باندې ١٨٠٠ تنو ته مرګ ژوبله

آریانانیوز: تېره مياشت په داسې حال کې افغانستان کې نږدې زر کسان وژل شوي او تر ٨٠٠ ډېر ټپيان دي،چې دسولې خبرې روانې دي او خلک د وينو دغې لړۍ د بندېدو لپاره اوربند ته شېبې شمېري.


وړمه( د٢٠١٨ د دسمبر) مياشت کې په ١٤٠ بېلابېلو بريدونو کې ١١٢١ تنه وژل شوي او ٤٧٥ تنه ټپيان وو،او د روان ميلادي (٢٠١٩) کال د تېرې (جنوري) مياشتې ياده مرګ ژوبله په ١٣١ بريدونه کې اوښتې ده.
دغو شمېرو ته په پام، د وړمې ميلادي مياشتې په پرتله تېره (جنوري) مياشت کې مرګ ژوبله ١٤ سلنه زياته شوې، خو د بريدونو شمېر شپږ سلنه کم شوى دى.
د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې برابر شوي، ښيي چېد روان ميلادي کال په تېره لومړۍ مياشت کې د هېواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٩ کې ٩٨٦ کسان وژل شوي او ٨٣٩نور ټپيان دي.
تر لاسه شوي معلومات ښيي چې تېره مياشت له هرو ١٧ تنو لسو ته په مخامخ نښتو،درېيو ته په ځانمرګو بريدونو، او يوه، يوهته په هوايي بريدونو، هدفي وژنو او چاودنو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي