برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ژوند لپاره مرګ‎

آریانانیوز: غواړم په لومړی سر کې د اېګو کليمې اړوند لنډې څو کرښې وليکم ځکه زه په ډېری ليکنو کې دا کلمه کاروم.



اېګو د انانيت په معنا ده، انسان د «زه» مرکزي حرکت کوي، کېدی شي خودخواهي هم ورته ووایو،انسان تل دننه يو خالي ګاه حس کوي يو د ځان د ثابت کولو په هڅه کې وي ،ډېری جملې یې په زه شروع کېږي، د اېګو کلی کليمه «زه» ده او تر ټولو لوی خطائی پرتله کول يا مقايسه کول دي.
دایګو په اړه چې کله لږ تخنيکي مخته لاړ شو انسان فکر کوي چې دا ټول پرېږدم نو دنيا څه شوه دا يو رقم مرګ دی خو د همیشني سعادت د ترلاسه کولو لپاره بايد له بدني مرګ نه يو ځل مخکې د اېګو جنازه هم وشي.
د زه شتون يا تل دا فکر چې زه ،زه دا غواړم, دانه غواړم، يعنې لنډه دا چې هيله او ډار تل د زه کلمې يعنې د اېګو دوه اساسي ټکي دي چې زه يا اېګو ورڅخه تغذيه کېږي او همدا دوه ټکي هيله او ډار په وخت يا زمان پورې مربوط دي.
اېګو تل يا په تېر وخت کې ژوندي وي يا راتلونکي کې په اوس وخت کې په حقيقي معنا ژوند کول د اېګو لپاره ممکن نه دي.
مثلآ ډېری انسانان د يوې ثانيې لپاره هم حالی ذهن نه لري، که ناست وي که روان تل يو فکر کوي، يا راتلونکي په اړه ډار وي يا هيله چې دا هيله پخپله ډار منځته راوړي ځکه که هيله نه وي ډار نه وي،ډار د يو شي د لاسه ورکولو له خاطره وي که هيله ونشي نو ډار او د لاسه ورکولو وېره هم نه پيدا کېږي.
همداسې د تېر وخت په اړه کله چې راتلونکې زياته ښه نه برېښي اېګو تېر وخت ته مراجعه کوي او د تېر وخت خوشحالي يا غمونه تازه کوي.
اېګو تل يا يو د غم يا خوشحالي چې حقيقي خوشحالی هم نه د يو کبر طوفان غواړي،تاسې به متوجه شوي يي چې کله هیڅ خبره هم نه وي يوه غمجنه سندره واوری نو ذهن مو يو خيالي د غم داستان جوړ کړي، کله به يو د انتقام داستان جوړ کړي اصلا تاسې به هېڅ دښمن نلری چې انتقام واخلی خو اېګو يو داسې خیالي داستان جوړ کړي چې تاسې دنيا ځانته حيرانه کړي وي او ټولې دنيا ته مو ثابته کړی وی چې تاسې څوک یی.
نو اېګو تل يا تېر يا راتلونکي کې ژوندي کوي او داسې خپل موجودیت ته دوام ورکوي،په اوس وخت کې اېګو نشي اوسېدلی،تاسې ته به ياد وی چې کله تاسې يو کار په مينه کوي یا ستاسې يو کار ښه اېشي،او په ټوله معنا مو په هغه کار مصروف يي نو وخت ډېر ژر تېر شوی وي، تاسې هېڅ پوه شوی نه یاست،خو ايګو تاسې د کار نه منعه کوي ذهن کې مو تير يا راتلونکي غږوي او اوس مو له لاسه ورکوی، اېګو یو د خوشحالۍ يا غم داستان درکوي که تاسې ريښتيا څه غم او درد درلودی نو حتما به اوس د هغه په علاج بوخت وی خو دومره درد نشته او ذهن يا اېګو هغه خيالي داستان جوړ کړی.
په اصل کې يو اوس شتون لري نه تېر شته نه راتلونکې، دا صرف کړل شوی کارونه دی چې موږ تېر ورته وايو او راتلونکي خيالي ذهني پروجېکسیون يا زموږ غوښتنې او وېرې دی، راتلونکی کارونه چې ذهن ئی تصوير کوي هم په اوس کې کېږي،تېر د کړل شويو کارونو يو ان يو يادونه‌ ده په د ذهن په پردې که نه تېر شته نه راتلونکي صرف همېشني اوس شتون لري.
دا تېر او راتلونکي د ذهن يا اېګو تولید ده زه ډېر کله ذهن د اېګو په تعبير کاروم ځکه د ذهن بې پايه خيالي فکرونه د همده تولید وی.
ذهن تر هغه په درد خوري کې زموږ په واک کې وي که موږ د ذهن په واک کې شو بيا ذهن ديو دښمن کم نه دی.
د زه په شتون کې يا د مالکيت حس وي يا د پیښمانی،که انسان په پوره ډول اېګو له منځه يوسي نو هېڅکله به دا دعوه ونکړي چې دا زما دي يا دا نه دي.
موږ دې دنيا ته بغير د هېڅ شی راغلي يو او همداسې به ځو،هېڅ شي زموږ نه دي،کله هرکله چې موږ د څښتن توب دعوه وکړو دا يوه لويه ستونزه پيدا کوي،چې دوهمه مرحله یې بيا ددې نه تېرېدل او پیښمانه کېدل تر دې هم لویه ستونزه ده.
انسان لومړي په دې حرص کې وي چې ډیر مال وګټي،داسې چې دومره مال وګټي چې دده ترتله بس وي خو اصلي ستونزه دده د ژوند د‌کولو لپاره د مال ګټه نه ده،اصل کې دی غواړي دنيا ته يا خپلې اېګو ته دا ثابته کړي چې دی خو داسې لایق،پوه او بې جوړې دي.
خو ددې ټولو په کولو سره يوه ورځ بيا هم اېګو نه وي مړه،غواړی بل څه وکړی چې ځان تغذيه کړي،بيا وروسته ددې ټول مال نه تېرېږي،خيراتونه کوي،خيريه بنسټونه جوړوي،مريضان مفت تداوي کوي او ډېر داسې نور.
اوس نو اېګو يا ذهن يا زه ددې دواړؤ کله کله زه د نفس کلمه استفاده کوم يا همدا نفس نور پدې وياړي چې ګوره د څومره مال نه تېر شو،څومره خيرخواه انسان دی د دنيا له ذوقونو تېرشه،ځان د خلکو سره پرتله کوي چې ده د هرچا ډېر خیراتونه کړي دي،دی نو اوس يو مبارک انسان دي.
څه وخت وروسته نور دا هم ورته عادي ښکاري ځکه خلکو قبول کړی ښه سړی دی،اېګو نور ددې نه هم ستړې کېږي او یوه بله ماجرا غواړي نو اصلي ستونزه د مالکيت دعوه ده او وروسته ددې څخه پښېماني دوهمه ستونزه ده.
دا د شخصيت مسله هم ده چې ايګو يو لوي شخصیت غواړي، خو یو شخصيت دي يو حقيقي انسانی شناخت،شخصیت د ټولنې له طرفه ورکول کېږي،لکه ښه سړی دی بد سړی دی متواضع سړی دی او داسې نور خو حقيقي انسان هغه څه دی چې ددی دنيا ته راغی او هيڅ يي نه و ، هغه انسان چې يو هیڅ و نو لومړی قدم د بريا په لور هیڅ کيدل دي ، ددې نه وروسته بيا يو صاف شعور پيدا کېږي وروسته کولي شو د حقيقت په لور مزل پيل کړو، مخکې تر دې چې هيڅ نشو که هرڅومره پورته لار شو بېرته به لاندې راځو او د حقيقت سره به مو فاصله نوره هم ډیریږي.
ټول حيواني شهوتونه، دنيوي مينه او نور د ایګو نه سرچينه اخلي دلته په هيڅ کيدو سره د ګناه اصلي رېښې له منځه ځي د ګناه حقيقت پېژندل کېږي د ګناه ترشاه ترخه زهر څکل کېږي،ددې په اړوند به جدا بحث ولرو د اوس لپاره همدومره بس دی.
يوه يادونه بايد وکړم چې دا هېڅ کېدلو نه غلط تعبير ونشي، په ذهن زما هدف دا نه دي چې دنيا ترک کړو بلکې زما هدف اېګو ترک کول دي وروسته به هرکار او پریکړه په پوره شعور سره کو ترڅو مو ځان او ملت ته مفيد واقع شو.
منيب الرحمان رحماني

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي