برخه -څانګه : fun -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ سرطان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سعودي په جده ښار کې د موسیقۍ کانسرت

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس د امریکایي رپ موسیقۍ ښځینه سندرغاړې نیکي میناج  د سعودي عربستان جده ښار په نړیوال نندارتون کې د موسیقۍ کانسرټونه ورکوي.



ټاکل شوې دغه امریکایي سندرغاړې د سعودي عربستان په یاد ښار کې د رپ موسیقۍ کانسرت د روانې میلادي میاشتې په ۱۸ مه وړاندې کړي.
دغه امریکایي ښځینه سندرغاړې کانسرتونو کې د ډېر بې ستره کالیو په اغوستلو او د سکسي سندرو په ویلو کې خورا مشهوره ده.
په سعودي عربستان کې د هنري فعالیتونو په پلمه د دغسې کانسرټونو وړاندې کیدل د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دهغو پلانونو یوه څنډه ده چې غواړي په سعودي عربستان کې د اقتصادي ودي په خاطر د سیلانیانو تګ راتګ ته لاره هواړه کړي.
په سعوي عربستان کې د دغسي کانسرتونو تر سره کیدل په ټولنیزو رسنیو کې د هیښتیا، تاوده بحثونه او ګڼ غبرګونه راپاورلې دي.
د ټولنیزو رسنیو ځیني کارونکي په سعودي عربستان کې د دغسې میلو تر سره کیدل نامناسب بولې او ځیني یې بیا دغلته د افراطیت او سخت دریځي پر وړاندې ښه ګام شمیري.

شریک یي کړئ!