برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د هرات په ولایت کې د کرونا ویروس پېښه ردول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی ځینو سرچینو دغه خبر د هرات والي عبد القیوم رحیمي له خولې ورکړی و چې په یاد ولایت کې یې د پېښې تایید کړی دی.
خو د طلوع نیوز د خبر له مخې، د هرات والي او ددغه ولایت د روغتیا ریاست چارواکي یاده پېښه ردوي.
له دې وړاندې د ځینو سرچینو په وینا د هرات والي د یادې پښې تایید کړی او زیاته کړې یې ده، «یوه ناروغ کې د کرونا ویروس نښې موندل شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس په اړه دغه خبر په چټکۍ سره خپور شو خو وروسته د هرات والي او روغتیایي چارواکو ددغه خبر تردید وکړ.
راپورونه وایي، د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه ۲۳۴۵ تنه وژل شوي او تر ۵۷زرو زیات پرې اخته شوي دي.
یاد ویروس له چین بهر نږدې ۲۵ هېوادونو ته خپور شوی چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان پرې اخته شوي او تر دې دمه یې له لسو زیات کسان وژلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي