برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

یونیسف په افغانستان کې د یو میلیون ماشومانو د مړینې خبرداری ورکړی

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق خبرداری ورکړی چې لوږه سږ کال په هېواد کې د یو میلیون ماشومانو ژوند ګواښي.


د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې لپاره د نړیوالې ټولنې ۱۹۲ میلیونه ډالره بیړنۍ مرستې باید ژر تر ژره عملي شي. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، سږني ژمي کې ۲۳ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته ستونزمن حالت د دې لامل شو چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلک د بې وزلۍ له امله خپل اعضاء او په ځانګړې توګه خپل ماشومان وپلوري.

تر دې مخکې یو شمېر نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د یوه بشري ناورین خبرداری ورکړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي