برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یونیسف: د پوهنې په برخه کې د افغان ښځو حقونه ضایع شوي دي

آریانانیوز: یونیسف اعلان کړی، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د دې هېواد او نړۍ د راتلونکي لپاره ارزښتمنې دي، خو د زده کړو په برخه کې یې حقونه ضایع شوي دي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق(یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې د ښځو حقونه ضایع شوي او ویلي یې دي چې افغان نجونې د زده کړې، رهبرۍ او انتخاب حق لري.

یونیسف اعلان وکړ چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د دغه هېواد او نړۍ د راتلونکي لپاره ارزښتناکه دي.

په ورته وخت کې یو شمېر ښځینه زده کوونکو یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې منځني او لېسې ښوونځي پرانیزي.

تر دې مخکې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي و، چې ډېر ژر به د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه افغان ولس ته ښه خبر ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي