برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کرنې وزیر په بادغیس کې د ۶۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹ پروژو د پلي کولو قراردادونه لاسلیک کړل

آریانانیوز: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني بادغیس ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ ددې ولایت د بزګرانو د اقتصادي ودې په پار د ۹ پروژو د پلي کولو په موخه له پراختیایي شوراګانو سره ۲۴ قرادادونه لاسلیک کړل.


دغه پروژې کرنیزې زېربناوې پیاوړي کوي او د بادغیس د کرنیزو محصولاتو ځنځیره یي ارزښت ځواکمنوي.
ددغو پروژو په لاسلیک غونډه کې د کرنې وزیر وویل: «د یادو پروژو په اډانه کې مېرمنو لپاره ۱۷۰ وړې شنې خونې، پنځه معیاري ممیز خونې، ۶ سوداګریزې شنې خونې او ۱۰ صفري انرژۍ سړې خونې د ۲۴ قراردادونو په لاسلیکولو سره جوړیږي. دغه قراردادونه له پراختیایي شوراګانو سره لاسلیک شوي دي او د همدغو شوراګانو په واسطه پلي کیږي.»
د دغو پروژو د پلي کولو ټولیز لګښت ۶۷ میلیونه افغانۍ ده. دغه پروژې د بادغیس ولایت په بالامرغاب، قادس، غورماچ او جوند ولسوالیو کې پلي کیږي.
ښاغلي دراني وویل، چې ددغو پروژو په پلي کولو سره یو زر او ۱۸ هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبه او ۴۵۵ هکټاره کرنیزې ځمکې د سیلابونو له زیان څخه خوندی کیږي. د کرنې وزیر په خبره ددغو پروژو پلي کول ۳۰ زره کاري ورځې ایجادوي او څه باندې څلور زره او ۵۰۰ کورنۍ به له دغو پروژو څخه ګټه پورته کړي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه په تېر یوه کال کې په څلورو ولسوالیو (جوند، قادس، غورماچ او بالامرغاب) کې د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت، ۱۶۳ شنې خونې، ۱۳ سربندونه، د اوبولګولو دوه کانالونه او سلګونه جریبه د مېوو بڼونه جوړې کړي دي

شریک یي کړئ!