برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د سیمه‌ييزو پولیسو یو قومندان ووژل شو

آریانانیوز: دیورابورپه اساس د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کښې د طالبانود برید په نتیجه کښې دوه سیمه ییز پولیس او یو یې قومندان وژل شوي دي او شپږ نور زخمي شوي دي
همدا راز د یورپوټ له مخې د بادغیس د والي ویاند، نجم الدین برهاني وويل چې طالبانو د مقر ولسوالۍ چشمه دزدک سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په قومندان، سعدالدین برید وکړ او هغه یی وې ووژل
نوموړی زیاتوي چې پېښه سهار وختي شوې او نښتې دوه ساعته دوام کړی، خو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو مالومات نشته.
دا په داسې حال کې ده چې بادغیس د هېواد په لویدیځ کې نا امنه ولایت شمېرل کېږي چې طالب وسله وال یې په ځینو سیمو کې مېشت دي.د پېښې په تړاو طالبانو لا څه نه دي
ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي