برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په هوايي حملی کی یوه مور له خپلو دوو ماشومانو سره یو ځای ووژل شول

آریانانیوز: د راپورونو په اساس، پېښه د مقر ولسوالۍ په نو اباد کلي کې تېره شپه رامنځته شوې، چې له امله یې یوه مور له خپلو دوو ماشومانو سره یو ځای وژل شوې
د بادغیس د ولایتي شورا رییس عبدالعظیم بیګ شمشاد تلويزون ته ویلي، د یوې مور جسد روغتون ته راوړل شوی او د دوو ماشومانو جسدونه پر لاره دي
د بیګ په خبره، د وژل شوې مېرمنې ماشوم هم په نس وو
یاده دې وي، چې دا په تېره یوه اوونۍ کې ملکي وګړو ته د اوښتونکو تلفاتو درېیمه پېښه ده، چې د بهرنیانو د هوایي برید په پایله کې رامنځته کېږي
تېره ورځ د کندز ولایت په دشت ارچي او تر هغه وړاندې د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې هم ګڼ ملکیان د هوايي بریدونو قرباني شوي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array