برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ دی , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ښځینه استادانې تر بلې خبرتیا پورې د کابل پوهنتون له حضور څخه منعې شوې

آریانانیوز: خبري سرچینو اعلان کړی چې طالبانو ویلي چې د کابل پوهنتون ښځینه استادان تر بل خبرتیا پورې پوهنتون ته حاضر نه شي.


خبری سرچینو اعلان کړی چې د کابل پوهنتون د ښځینه استادانو پر حضور د ممنوعیت په اړه د طالبانو نوې پرېکړه اعلان کړې ده.

دا سرچینې وايي چې طالبانو ویلي چې تر بل خبرتیا پورې دوی ته په پوهنتون کې د ګډون اړتیا نشته.

په همدې حال کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پوهنتون کې د ښځینه محصلینو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

طالبان وايي چې دا پرېکړې موقتي دي او په خپلو ټولو اعلامیو کې یې تر راتلونکي خبرتیا پورې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښوونځي دروازې د اووم او تر هغه پورته د نجونو پر مخ تر راتلونکې خبرتیا پورې تړل شوې دي.

د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو پر زده کړو د بندیز په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په اړه، نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو او د افغانستان خلکو غبرګون وښود.

 

شریک یي کړئ!