برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ډیورېنډ ته نژدې سیمو باندې راکټي بریدونه

آریانانیوز: د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د سه شنبې په ورځ (اکتوبر۲۹) په خپل ټویټر کې ولیکل: د افغانستان حکومت د ډیورېنډ فرضي کرښې ته په نژدیو سیمو کې د پاکستاني پوځ د توغندیو بریدونه غندي او د نړیوالو قوانینو خلاف یي بولي
ښاغلي صدیقي د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د توغندیو ورول دې سملاسې بند کړي: “موږ له پاکستان څخه د دا ډول اقداماتو د سملاسي بندولو غوښتونکي یو.
نوموړي په خپل ټویټر کې په مشخص ډول نه دي لیکلي چې د ډیورېنډ کرښې ته په نژدیو کومو سیمو کې “پاکستاني پوځ توغندي ورولي” دي، خو په کونړ کې افغان سرحدي ځواکونو له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې خبر ورکړی و.د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم وايي چې دا نښته د ناوې ولسوالۍ په دو کلام سیمه کې شوې. هغه امریکا غږ ویلي:” د پاکستاني سرتېرو د هاوان په مرمیو درې مېرمنې وژل شوي او دوې مېرمنې، یو ماشوم او یو بل نارینه ټپيان شوي دي
د کونړ په ولایتي شورا کې د دغې ولسوالۍ استازي ملک شیرزمین هم امریکا غږ ته ویلي :” نښته د یکشنبې په مازدیګر هغه مهال پیل شوه چې افغان سرتېرو په صفري نقطه کې د پاکستاني سرتېرو لخوا د امنیتي پوستو د جوړېدو مخه ونیوله
تر دې دمه پاکستان د افغان حکومت د دغې غوښتنې او شوې نښتې په اړه څه نه دي ویلي. مخکې هم د ډیورېنډ کرښې په شاوخوا کې د پاکستان او افغانستان سرحدي ځواکونو نښتې او شخړې کړې وې
افغان حکومت له دې کبله څو وارې د پاکستان سفارت چارواکي هم احضار کړي او اعتراض یې ورته کړی دی، خو پاکستان ادعا لري چې دوی هغې غاړې ته د ورتلونکو ترهګرو مخه نیسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي