برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیوادکی پر کرونا اخته شوی کسانو شمېر ۱۴۵ ته رسېدل

آریانانیور: دیورپوټ له مخی عامې روغتیا وزارت وايي، تېرو څلرویشت ساعتونو کې هرات کې د کرونا ویروس ۲۲ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې سره ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵ ته ورسېد
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ ډېری دغه پېښې هرات ولایت کې ثبت شوي چې شمېر یې ۱۰۶ ته رسي، تر هرات وروسته کابل دویم ولایت دی چې لس د کرونا ویروس پېښې پکې ثبت شوي دي
فراه ولایت کې بیا پنځه او همداراز سمنګان او نیمروز ولایتونو کې څلور – څلور پېښې ثبت شوې دي، لوګر او بلخ کې بیا درې – درې او زابل کې دوه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي
غزني، کندهار، بدخشان، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغیس، او سرپل ولایتونو کې بیا د کرون اویروس یوه – یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده
د ۱۴۵ مثبتو پېښو له ډلې درې کسان مړه شوي، او پنځه کسان بیا له دې ویروس څخه روغ شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي
د کابل په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونو کې سخت قیودات نیول شوي، او پر ګرځېدا بندیز لګول شوی دی
کابل کې نن دریمه ورځ ده چې د خلکو په تګ راتګ بندیز لګول شوی، او ټولې دولتي ادارې د درې اونیو لپاره رخصت شوې دي
عامې روغتیا وزارت له ټولو هېوادوالو په کلکه غواړي چې خپلو کورنو کې پاتې شي، او د دوي لخوا په ورکړل شویو روغتیايي لارښونو عمل وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي