برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د سرغړونې په اړه د شهرزاد اکبر لخوا سختې نیوکې

آریانانیوز: د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون پخوانۍ مشرې د افغانستان وضعيت جنسي تبعيض وباله.


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر چې د افغان ښځو په اړه د اروپا د پارلمان په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره له افغانستان څخه د یو شمېر نورو مشهورو ښځو سره بروکسل ته تللی، د غونډې په څنډه کې وویل:په افغانستان کې اوسنی وضعیت جنسیتي اپارتاید دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشره وايي: دا زما لپاره د باور وړ نه ده چې په ۲۰۲۲ کال کې به په نړۍ کې یو داسې هیواد وي چې نجونې پکې زده کړو ته لاس رسی نه لري او ښځې هم کار ته لاس رسی نه لري.

شهزاد اکبر وویل: هر هوښیار وګړی باید د دې جنسیتي توپیر په وړاندې ودریږي؛ دا د منلو وړ نه ده. دا د انسانیت لپاره ازموینه ده چې موږ څنګه کولی شو دا ننګونه پوره کړو.

په بروکسل کې د افغان ښځو د ورځې تر عنون لاندې د اروپايي پارلمان دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي