برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د بې کارۍ کچه لوړه شوې ده

نړیوال بانک اعلان کړی چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د بې کارۍ کچه دوه برابره شوې ده.


نړیوال بانک د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې په خپل راپور کې لیکلي وو چې د ځوانانو او ښځو ترمنځ د بې کارۍ کچه د اندېښنې وړ کچې ته لوړه شوې ده.

د دغه راپور له مخې، له ۱۴ څخه تر ۲۴ کلونو پورې د ځوانو کار غوښتونکو په منځ کې، له هرو دریو کسانو څخه یو یې وزګار دی، په داسې حال کې چې د همدې عمر په ګروپ کې د ځوانو میرمنو لپاره د بیکارۍ کچه نږدې دوه برابره ده.

د نړیوال بانک د راپور له مخې، بې وزلي په ښارونو کې تر ټولو لوړه ده او کلیوالي سیمې د اقلیم بدلون او هغه ننګونې چې له امله یې رامینځته کیږي خورا ډیر اغیزمن شوي.

نړیوال بانک اعلان کړی چې په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بې کارۍ کچه دوه برابره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا هم اعلان وکړ چې افغانستان له بې سابقې بشري بحران او د سیستماتیک سقوط او بشري ناورین له جدي خطر سره مخ دی او دا مهال ۲۹.۲ میلیونه وګړي د ملګرو ملتونو خوراکي مرستو ته سخته اړتیا لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي