برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د انټرنېټ کافې ته د ښځو پر ننوتلو بندیز ولګېد

آریانانیوز: په هرات ولایت کې سیمه ییزو سرچینو اعلان کړی، چې طالبانو د انټرنیټ کافې د بیا پرانیستلو لپاره شرطونه ایښي دي.


په هرات ولایت کې سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې په هرات ښار کې د ټولو نيټ کافې او ګیمنېټونو له بندولو یوه اونۍ وروسته، په دغه ښار کې طالب چارواکو اعلان کړی، چې دغه مرکزونه د نویو شرایطو په پوره کولو سره د فعالیت اجازه لري.

د خبري سرچینو د خبر له مخې طالبانو ویلي دي چې انټرنیټي کافې یوازې هغه وخت فعالیت کولای شي چې د هر عمر د ښځو او نجونو د ننوتلو مخه ونیسي.

بلخوا په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د دغه ټولنې وکيل ته ویلي، چې همداشان انټرنېټ کافې ته بايد د ١٥ کلونو کم عمره هلکانو د ننوتلو مخه ونيول شي.

په هرات کې د طالبانو چارواکو د انټرنېټ کافې خاوندانو ته خبرداری ورکړی چې که د دوی دوکانونو ته د ښځو او نجونو د ننوتو مخه ونه نیسي، طالبان به بیا د دوی هټۍ وتړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ طالبانو په هرات کې د ځوانانو د ګمراه کولو له امله د انټرنېټ کافې او ګیمنېټونه بند کړي وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي