برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پر کونړ د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیار یوو

آریانانیوز: د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې له څو ورځو راهیسې د کونړ په اوسیدونکو د پاکستاني پوځیانو د بریدونو خبرونه خپریږي چې، د خلکو سخت غبرګونونه یې پارولي دي
د کونړ ولایتي او امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې پاکستاني ځواکونه هڅه کوي څو د افغانستان په خاوره کې تاسیسات جوړ کړي او دوی دغه کار ته اجازه نه ورکوي
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رسنیو ته ویلي چې د پاکستان پوځيانو د کونړ ناړۍ ولسوالۍ ته نږدې تجهیزات زیات کړي او د افغانستان له ځواکونو سره جنګ ته تیاری نیسي
خو د ملي دفاع وزارت بیا ویلي چې ځواکونه یې د کونړ پر سنګرونو د پاکستان له لوري د بریدونو دفاع ته تیار دي
د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وایي، د افغانستان ځواکونه به هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاورې ته نفوذ وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي