برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پر افغان سوله ګډه غونډه

د اسلام اباد رسمي او ډیپلوماتیکو سرچینو خبر ورکړی چې پاکستاني چارواکي به هم د اکتوبر په ۲۵مه د افغان سولې په تړاو د چین، روسیې او د امریکا د متحده ایالاتو د ګډې غونډې برخه وي
په دې څلور اړخیزه غونډه کې به د سولې د خبرو اترو د بیا پیل په لارو چارو بحث وشي چې ورپسې به افغاني خبرې پیلېږي
دا څلور اړخیزه غونډه به د پیکنګ د هغې ناستې په دوام د سلا مشورو لپاره وي چې تېره جولای کې چین رابللې وه
د امریکا ټایمز ورځپاڼې ویلي موندنې یې ښيي چې چین د سولې د بین الافغاني خبرو کوربه توب غواړي او په همدې اړه به مسکو کې د چین، پاکستان، امریکا او روسیې ګډه غونډه کې خپله دا طرحه هم وړاندې کړي
چین، روسیه، امریکا او پاکستان د افغان سولې په مسئله کې له اوږدې مودې راهیسې هم متفرقه او خپلسرې هڅې کوي، خو کله کله په ګډ ډول هم د افغانستان پر سوله بحث کوي.

شریک یي کړئ!